د دفاع وزارت د وسایطو ترمیم د کابل په اتومیخانیکي اکاډمۍ کې

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۸:۱۶
tveta

د کابل د اتومیخانیکي اکاډمۍ د موټرو د ترمیم څانګې زده کړیالانو د ملي دفاع وزارت یو شمېر پوځي وسایط ترمیم  کړل.

 دغه وسایط د ملي دفاع وزارت د انجینرۍ لوا اړوند دي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره یې د اتومیخانیکي اکاډمۍ د ساحاتو په سمولو او هوارولو کې همکاري کړې ده.

 د کابل اتومیخانيکي اکاډمۍ په هېواد کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو یو له مهمو مرکزونو څخه دی، چې د موټرونو د ترمیم، برېښنا، د سړک جوړونې د وسایطو د ترمیم او ماشینرۍ په برخو کې فعالیت کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۲:۱۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکو ته د روپاني مؤسسې له لوري د کارآفرینۍ پلاټفورم ور وپېژندل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست، د روپاني مؤسسې په همکارۍ، د «کارآفرینۍ پلاټفورم پېژندنې» تر سرلیک لاندې یو روزنیز پروګرام جوړ کړ. په دې پروګرام کې ګډونوالو ته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې اصلاحي ناسته تر سره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست له لوري یوه اصلاحي او ښوونیزه ناسته د دې ادارې د یو شمېر مسؤولینو او کارکوونکو په ګډون ترسره شوه. په دې ناسته کې محترم مفتي امرالله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۳۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس د کار نړیوال سازمان او یوناما له پلاوي سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د کار نړیوال سازمان (ILO) او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له. . .

BACK TO NEWS