د دشت قلعه کرنې انسټیټوټ فارغانو د فراغت مراسم ترسره شول
د تخار ولایت دشت قلعه ولسوالۍ د کرنې انسټیټوټ د ۸۵ تنو فارغانو د فراغت مراسم د علماوو او سیمه ییزو چارواکو په حضور کې ترسره شول.
د تخار ولايت تخنيکي آمر محمد ایفل مبارز د فراغت په مراسمو کې په ټول هېواد کې د امنيت د ټينګښت يادونه وکړه. هغه زیاته کړه، د بې وزلۍ له منځه وړل د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مهمو موخو څخه دي.
ښاغلي مبارز زیاته کړه، د تخنیکي او مسلکي زده کړو تر څنګ حرفوي زده کړې د بې وزلۍ په کمولو کې اساسي رول لري او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه په دې برخه کې کار کوي.
نوموړي دغه راز په تخار ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د برنامو ملاتړ په برخه کې د سیمه ییزو علماو او مخورو له همغږۍ مننه وکړه او د دې لړۍ د دوام غوښتنه یې وکړه.
نورو ويناوالو هم د تخنيکي او مسلکي زده کړو په ارزښت خبرې وکړې او غونډه فارغانو ته د تصدیق پاڼو په ورکولو سره پای ته ورسېده.