د خوست ولایت د محبوسینو لپاره د لنډ مهاله حرفوي زده کړو د پروګرام پیل

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۹ - ۱۱:۳۳

د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسوولینو د یاد ولایت د محبس له مسوولینو سره په کتنه کې ټینګار وکړ، چې د محبوسینو لپاره د برېښنا په برخه کې د لنډ مهاله حرفوي زده کړو پروګرام پیل شي.

د دغه لنډ مهاله حرفوي زده کړو پروګرام د ترسره کولو موخه په ټولنه کې د روغ شوي روږدو کسانو او محبوسینو کسانو بیاځلي ادغام او رغول ویل شوي.

دا پروګرام په داسې حال کې په خوست ولایت کې پیلېږي، چې اوسمهال د میدان وردګو، پکتیا او لوګر په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د محبوسینو د روزنې لړۍ روانه ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د کابل ښار په تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کې اصلاحي، تربیوي او ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

هغه فکري، فرهنګي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام چې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په همدې. . .

BACK TO NEWS