د خوست میخانیکي انسټیټوټ کې د درې میاشتني لنډمهاله حرفوي پروګرام تدریسي بهیر دوام لري

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۹:۵۳

د سولر سیسټم لنډمهاله حرفوي روزنیز پروګرام، چې څه موده وړاندې د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لخوا د یاد ولایت په میخانیکي انسټیټوټ کې په لاره اچول شوی وو، دوام لري.

د خوست د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د مسؤلینو په وینا، دا پروګرام د ځوانانو لپاره د کاري زمینې برابرولو او په ټولنه کې د بې وزلۍ د لمنځه وړلو په موخه پیل شوی دی.

د دې روزنیز پروګرام ګډونوالو د دغه پروګرام د ترسره کولو څخه قدرداني وکړه او له مسؤلینو څخه یې وغوښتل تر څو نوموړو ته د داسې نورو روزنیزو پروګرامونو د ترسره کولو او په لاره اچولو لړۍ ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۱۸
Background image

د بهرنیو اړیکو رئیس د «داکار» مؤسسې د حرفوي پروګرامونو له مسئول سره لیدنه او خبرې وکړې

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، په یوه ناسته کې د «داکار» مؤسسې د حرفوي پروګرامونو له مسئول، محترم مجیب‌الرحمن فایز، سره وکتل او خبرې یې وکړې.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او «FBL USA» بنسټ ترمنځ د ګډو همکاریو د فرصتونو په اړه خبرې وشوې

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، په یوه ناسته کې د «FBL USA» بنسټ له رئیس، محترم جلال سلطان، سره وکتل او خبرې یې وکړې. د یادونې وړ ده چې «FBL. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۱۰
Background image

د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ ته لسګونه علمي کتابونه ډالۍ شول

د میدان وردګو ولایت د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کتابتون د بډاینې په موخه، محترم مدیر فهیم حبیبي لسګونه بېلابېل علمي کتابونه دې انسټیټوټ ته ډالۍ کړل. دغه کتابونه د طب، انجنیري، برېښنا،. . .

BACK TO NEWS