د ترنم او فرهنګ ریاست له خوا د "حسان" ادبي بهیر پروګرام ترسره شو
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند ترنم او فرهنګ ریاست د فرهنګي- ادبي پروګرامونو د لړیو په دوام د "حسان" ادبي بهیر ادبي خپرونه ترسره کړه.
په دې پروګرام کې د هېواد يو شمېر ليکوالانو او شاعرانو ګډون درلود او نوموړو په دې غونډه کې پر بېلابېلو ادبي موضوعاتو خبرې او د نظرياتو تبادله وکړه.
په دې مراسمو کې ويناوالو په ادبياتو کې د ادبي کره کتنې پر اهميت، اړتیا او ځانګړنو خبرې وکړې.
د یادې ادبي غونډې په دوام کې شاعرانو او ترنم ویونکوو د خپلو شعرونو او ترنمونو په اورولو سره یې د ګډونوالو ادبي تنده خړوبه کړه او غونډه په دعایې سره پای ته ورسیده.