د تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې د سرپرست له خوا د فراه ولایت د ځانګړو زده کړو لېسه وکتل شوه
ښاغلی مولوي غلام حیدر شهامت، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست او مل پلاوي په فراه ولایت کې د ځانګړو زده کړو لېسې وضعیت وڅېړه.
دغه پلاوي د زده کړې د یاد مرکز ټول اسناد وکتل او د استادانو د تدریس د څرنګوالي لیدنه یې وکړه.
همدارنګه ښاغلي مولوي شهامت د فراه ولایت د ځانګړو زده کړو لېسې زده کوونکو ته نغدې پیسې ورکړې.
نوموړي مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې د هېواد د ځوانانو په روزنه کې هلې ځلې وکړي.