د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال د مومند درې تجارت انسټیټوټ څخه لیدنه وکړه

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه د لیدنې په دوام کې د ننګرهار ولایت مومند درې ولسوالۍ د تجارت انسټيټوټ وضعیت وارزاوه.
په دغې کتنه کې ښاغلي احساس د مومند درې انسټیټوټ د محصلینو او استادانو ستونزې او ننګونې واورېدې او په حل کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره په پام کې لري چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د کتنې په موخه نورو ولايتونو ته سفر وکړي.