د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې کارمندانو ته تعلیمي چهارچوب معرفي شو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۸:۳۲
TVETA

د یو ښوونیز سمینار په ترڅ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د څارنې او ښوونیز نصاب ریاستونو کارمندانو ته، ښوونیز چهارچوب سیسټم معرفي شو.

یاد سیمینار د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست لخوا د کابل ښار د ښوونې او روزنې پوهنتون په همکارۍ د دې ادارې د ۱۸ تنه کارمندانو لپاره ترسره شو.

د یادونې وړ ده چې په دې سیمینار کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د کابل ښار د ښوونې او روزنې پوهنتون مسلکي او متخصص ترینرانو ګډونوالو ته د کریډیټ او ماډیولار سیسټم په اړه توضیحات وړاندې کړل.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادار د کارکوونکو چارو ریاست تل هڅه کوي تر څو د دې ادارې د بیلابیلو برخو کارمندانو لپاره د هغوی د ظرفیت لوړولو په موخه ښوونیز سیمینارونه او ورکشاپونه جوړ کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۲۰
Background image

د کمپیوټر ساینس زده‌کوونکي د شبکې له تجهیزاتو سره بلد شول

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې زده‌کوونکو د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د دوام په لړ کې د شبکې بنسټیزو تجهیزاتو په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه. په دې روزنیز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۱:۱۹
Background image

د عملي زده‌کړو پیاوړتیا لپاره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټیوټ د کمپیوټر ساینس څانګې محصلینو ته د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د زمینې برابرولو په موخه له افغان تیلي کام مخابراتي شرکت سره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۵:۴۴
Background image

د زابل ولایت د ارغنداب کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو ستونزه حل شوه

د زده‌کړو د بهیر ښه‌والي او زده‌کوونکو ته د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په موخه، د زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو کمښت ستونزه د زابل د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو. . .

BACK TO NEWS