د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي لخوا د کندهار ولایت د مرکز اړوند میخانیکي انسټيټوټ څخه څارنه وشوه
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ د یادې ادارې يوه پلاوي د کندهار ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه د ليدني په ترڅ کې د یاد ولایت د مرکز اړوند ميخانيکي انسټيټوټ له وضعیت څخه څارنه وکړه.
یاد پلاوي د دغه ښوونیز مرکز له ټولو اسنادو او اداري چارو څخه څارنه وکړه او همدارنګه د دغه مرکز مسؤولینو او کارکوونکو ته یې د چارو د لا ښه والي په موخه لازمې هدایات هم وړاندې کړل.
په همدې حال کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ارشاد او دعوت رئیس د دغه انستیتوت له کارکوونکو او محصلینو سره وکتل او له هغوی څخه یې وغوښتل ترڅو خپل سیرت او صورت د اسلام د ستر پیغمبر د سیرت مطابق اعیار کړي.
د يادونې وړ ده، چې دغه پلاوي تر دې وړاندې د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ د سوداګرۍ لېسې او د ژری ولسوالۍ اړوند کثيرالرشتوي انسټيټوټ څخه هم ليدنه کړې ده.