د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د تخار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه لیدنه وکړه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۸ - ۱۰:۱
TVETA

د مالي او اداري مرستیال مفتي فضل الرحمن فضلي په مشرۍ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د تخار ولایت د فرخار د کرنې او وترنری انسټيټوټ او د ورسج کثیرالرشتوي لیسې په ګډون د تخار ولایت د یو شمیر تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه لیدنه وکړه.

په دې ناسته کې د یاد ولایت د ښوونیزو مرکزونو ټول اداري، مالي او تحصیلي اسناد وڅېړل شول او د چارو د ښه والي په موخه یې مسؤلینو ته لازمې لارښوونې هم وکړې.

دغه ولایت ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلاوي د سفر موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو اړتیاوو ته رسیدګۍ او د ستونزو حلول دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۰:۲۲
Background image

په قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې د نباتي درملو جوړولو او کارولو عملي زده‌کړه ترسره شوه

د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ یو تن ښوونکي د نباتي افتونو مخنیوي لپاره نباتي درمل جوړ کړل او د هغو کارولو څرنګوالی یې زده‌کوونکو ته تشریح کړ. نوموړي همدارنګه زده. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۴
Background image

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي لېسه کې د بریښنایي وسایلو ترمیم

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې زده‌کوونکو ته د برقي وسایلو د عیب موندنې او ترمیم څرنګوالی لکه د «کاليو مینځلو ماشین» په عملي ډول ور وښودل شو. د برېښنا څانګې استاد د کاليو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د نیالګیو کېنولو کمپاین دوام لري

د نیالګیو کېنولو کمپاین چې څه موده وړاندې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د ولایتي تخنیکي آمریتونو په همکارۍ پیل شوی و، لا هم دوام لري. په همدې لړ کې د پکتیا ولایت د تخنیکي او. . .

BACK TO NEWS