د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ۹ اعلان شوي بستونو آزموینه واخیستل شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۱:۵۶
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تضمین کیفیت او د پروګرامونو د تحقیق ریاست ته اړوند د ۹ بستونو آزموینه واخیستل شوه.

د دې پروګرام په پرانستونکي وینا کې د بشري سرچینو رئیس ښاغلي مولوي محمد مکاشف وویل، چې د ازادې سیالۍ د آزموینې د ترسره کولو موخه د مسلکي او متخصصو کسانو جذبول دي.

نوموړي څرګنده کړه، چې دغو بستونو ته د نوماندانو د شارت لیست بهیر په پوره شفافیت سره ترسره شوی دی.

د بشري سرچینو رئيس همدارنګه زياته کړه، چې په دغو بستونو کې شاوخوا ٢٥٠ کسانو سيالي کړې ده.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري د یادې ادارې په تشکيل کې د متخصصو او مسلکي کسانو د ملاتړ او راجلبولو ته ژمنه ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS