د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلاوي له لوري د ولایتي سفرونو راپور وړاندې شو

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۵:۵۶
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلاوي له لخوا د ولايتي سفرونو راپور د یادې ادارې له  سرپرست ښاغلي الحاج مولوي غلام حيدر شهامت سره شریک کړ.

په دغه راپور کې د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو پر ستونزو او اړتیاوو خبرې وشوې. همدارنګه په دې ناسته کې د تعلیمي نصاب د تطبیق او عملي کار پر څرنګوالي بحث وشو.

په ورته وخت کې ګډونوالو د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ستونزو د حل په اړه خپل نظرونه شریک کړل او په دې برخه کې یې د حل لارې چارې هم وړاندې کړې.

بل پلو د تخنيکي او مسلکي زده کړو سرپرست د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار وکړ او ويې ويل، چې د تخنيکي زده کړو د مرکزونو ستونزې بايد حل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS