د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او همغږۍ رئیس معرفي شو

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۵ - ۱۱:۳۵
TVETA

ښاغلی ډاکټر محمد لایق د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د پلان او ستراتیژیکو همغږیو د رئیس په توګه د تخنیکي او مسلکي زده کړو د اداري او مالي مرستیال مفتي فضل الرحمن فاضل لخوا معرفي او خپله دنده یې پیل کړه.

نوموړی د اقتصاد په برخه کې د دوکتورا سند لري او د ادارې او مدیریت په برخه کې یې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی دی.

د مالي او اداري چارو مرستيال د پلان ریاست د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د ملا تیر په توګه یاد کړ او د یادې ادارې د بیلابیلو برخو ترمنځ يې د همکارۍ او همغږۍ د لا پياوړتيا غوښتنه وکړه.

له بلې خوا د پلان او استراتیژیکو همغږیو رئيس وويل، هڅه کوي چې په دې دریځ کې خپل مسووليتونه په سمه توګه ترسره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS