د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال بدخشان ولایت ته سفر وکړ

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۲
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو مرستيال محترم مفتي فضل الرحمن فاضل د یادې ادارې د يوه پلاوي په مشرۍ بدخشان ولايت ته سفر وکړ.

نوموړي په بدخشان ولایت کې د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له آمرینو سره ناسته ترسره کړه.

ښاغلي مفتي فاضل د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو له آمرینو سره په کتنه کې وویل، بدخشان ولایت ته د دوی د سفر موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د اړتیاوو او ستونزو حلول دي.

په همدې حال کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو آمرینو خپلې ستونزې او اړتیاوې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له پلاوي سره شریکې کړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۸:۵۰
Background image

د ننګرهار والي مرستیال د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مرکزونو لیدنه وکړه

د ننګرهار ولایت د مقام مرستیال مولوي غلام رحمن حیدري د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مرکزونو څخه لیدنه وکړه. نوموړي د دې لیدنې پر مهال د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د زده‌کړو بهیر له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۸:۴۹
Background image

د پکتیا د تخنیکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ په یوه ناسته کې د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د یاد هوکړه‌لیک لاسلیک موخه د دواړو ادارو ترمنځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۴۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رهبرۍ ناسته د محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ او د دې ادارې د محترمو مرستیالانو په حضور کې ترسره شوه. د دې ناستې موخه د تخنیکي او مسلکي چارو. . .

BACK TO NEWS