د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورد ناسته جوړه شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۱ - ۱۵:۳۱
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې د اکاډمیک بورد ناسته د یادې ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي غلام سعید احساس په مشرۍ جوړه شوه.

ددې ناستې په پیل کې د اکاډمیک بورد د تېرې غونډې د پرېکوړو په اړه خبرې شوې او اړوندو څانګو د خپلو کړنو راپورونه وړاندې کړل.

د غونډې په دوام کې د آجندا سره سم د نويو څانګو د زیاتولو او د کار بازار د تحلیل په اړه هم بحث وشو او ګډون کوونکو په دې برخه کې خپل نظریات شریک کړل.

د اکادمیک بورډ په غونډه کې پر یو شمېر اړوندو نورو تخنیکي او مسلکي مسایلو هم خبرې وشوې او غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS