د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه ترسره شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۰:۱۳

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه د دې ادارې د کارمندانو په ګډون او د افغانستان نړیوال پوهنتون د استاد، ښاغلي شیخ عبدالمالک نیازي په وینا ترسره شوه.

په دې اصلاحي غونډه کې، ښاغلي شیخ نیازي د اسلامي نظام د وظایفو په ګډون پر بیلابیلو موضوعاتو خبرې وکړې.

نوموړي په غونډه کې د وینا پر محال وویل چې د عدالت ټینګول، د امنیت تامینول، امربالمعروف او نهی عن المنکر او د شرعي احکامو پلي کول د اسلامي حکومتونو له عمده دندو څخه دي.

ښاغلي نیازي همدارنګه زیاته کړه چې غیر اسلامي ټولنې د خپلو ګوډاګیو حکومتونو له لارې غواړي اسلامي ټولنې وویشي او نه غواړي چې اسلامي شریعت په ځمکه کې پلي شي. دغه‌راز نوموړي د مسلمانانو پر لا زیاتې بیدارۍ او ځیرکتیا باندې ټینګار وکړ.

په ورته وخت کې، شیخ نیازي په دې اصلاحي پروګرام کې له ګډونوالو څخه وغوښتل چې د غیر کفارو د ناوړه دسیسو په وړاندې هوښیار اوسي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست هره اونۍ د شنبې په ورځ اصلاحي غونډه ترسره کوي، چې په دې غونډه کې پر بیلابیلو اصلاحي، اخلاقي، ټولنیز او عقیدوي موضوعاتو بحث کیږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۳۳
Background image

د کاپيسا ولایت د تخنیکی و او مسلکی زده کړو آمریت د استادانو او اداري کارمندانو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار ترسره شو

د کاپیسا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د استادانو او اداري کارمندانو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار ترسره کړ. په دې پروګرام کې د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۰:۸
Background image

د لغمان ولایت اړوند قرغیو کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې د عملي زده‌کړو بهیر

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره په خپلو په ښوونیزو مرکزونو کې عملي زده کړې په وړاندې کوي او غواړي ددې زده کړو پر مټ ځوانان پیاوړي کړي او د کار بازار ته د هغوی د ننوتلو زمینه برابره کړي.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۹:۴۴
Background image

د عملي زده کړو په اړونده ورکشاپ کې د کونړ ولایت سرکاڼو کرنې انسټیټوټ د محصلینو عملي زده کړې

د کونړ ولایت اړوند سرکاڼو کرنې مسلکي انسټيټوټ د یولسم ټولګي زده کوونکو د یاد ښوونیز مرکز د عملي کارونو په ورکشاپ کې د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د کیمیاوي محلولونو په اړه روزنه ترلاسه کړه.. . .

BACK TO NEWS