د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال پکتيا ولايت ته سفر وکړ

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۷ - ۸:۵۹
Paktia

د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس د یوه پلاوي په مشرۍ پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ستونزو د حل په موخه یاد ولایت ته سفر وکړي.

ښاغلي احساس پکتیا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي الحاج محمد دعوت او د یاد ولایت د علماوو شورا له رئیس شیخ صالح محمد فقیر سره جلا جلا وکتل.

ښاغلي احساس د پکتیا ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره په لیدنه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې موخې او برنامې تشریح کړل.

نوموړي دغه راز له ولایت مقام او علماوو شورا څخه هم له دغې ادارې سره د لا زياتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

په دغې کتنه کې د پکتیا والي او د علماوو شورا رئیس په یاد ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له برنامو څخه د ملاتړ ډاډ ورکړ.

د دغې لیدنې په دوام کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د پکتیا د تخنیکي او مسلکي زده کړو انسټيټوټ د لیلیې وضعیت بررسي کړ.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره په پام کې لري چې د تخنيکي او مسلکي مرکزونو د ستونزو د هواري لپاره ټولو ولايتونو ته سفر وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۲:۱۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکو ته د روپاني مؤسسې له لوري د کارآفرینۍ پلاټفورم ور وپېژندل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست، د روپاني مؤسسې په همکارۍ، د «کارآفرینۍ پلاټفورم پېژندنې» تر سرلیک لاندې یو روزنیز پروګرام جوړ کړ. په دې پروګرام کې ګډونوالو ته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې اصلاحي ناسته تر سره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست له لوري یوه اصلاحي او ښوونیزه ناسته د دې ادارې د یو شمېر مسؤولینو او کارکوونکو په ګډون ترسره شوه. په دې ناسته کې محترم مفتي امرالله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۳۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس د کار نړیوال سازمان او یوناما له پلاوي سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د کار نړیوال سازمان (ILO) او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له. . .

BACK TO NEWS