د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د پروان له والي سره وکتل

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۵ - ۱۴:۲
tveta

ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت پروان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د پروان له والي مولوي عبدالعلي قدرت الله امیني سره وکتل او خبرې اترې يې ورسره وکړې.

په دغې کتنه کې دواړو لورو په هېواد کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د اهمیت په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.

په پيل کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د هېواد د اقتصادي  ودې او پراختيا په برخه کې د دغې ادارې اهميت او موقعيت بيان کړ او ويې ويل چې د بېوزلۍ له منځه وړل او د کار بازار لپاره د ماهر او مسلکي ځواک روزل د دغې ادارې له اصلي موخو څځه دي.

ښاغلي مولوي شهامت د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې لاسته راوړنو او پلانونو ته په اشارې سره وویل: د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مجاهدينو لپاره روزنيزه طرحه جوړه کړې دی چې په تطبيق سره يې د مجاهدينو ته د عصري زده کړو زمینه برابره شي.

په ورته وخت کې د پروان والي یاد ولایت ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست او ورسره مل پلاوي د سفر قدرداني وکړه او د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو سره یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د پروان والي دغه راز زياته کړه چې د هېواد په اقتصادي وده کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو رول مهم دى او له برنامو يې بايد په هره کچه ملاتړ وشي.

دا مهال د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوی په پروان ولایت کې دی او په پام کې ده چې نوموړی پلاوی نورو ولایتونو ته هم سفر وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۲۰
Background image

د کمپیوټر ساینس زده‌کوونکي د شبکې له تجهیزاتو سره بلد شول

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې زده‌کوونکو د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د دوام په لړ کې د شبکې بنسټیزو تجهیزاتو په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه. په دې روزنیز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۱:۱۹
Background image

د عملي زده‌کړو پیاوړتیا لپاره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټیوټ د کمپیوټر ساینس څانګې محصلینو ته د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د زمینې برابرولو په موخه له افغان تیلي کام مخابراتي شرکت سره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۵:۴۴
Background image

د زابل ولایت د ارغنداب کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو ستونزه حل شوه

د زده‌کړو د بهیر ښه‌والي او زده‌کوونکو ته د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په موخه، د زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو کمښت ستونزه د زابل د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو. . .

BACK TO NEWS