د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د دغې ادارې له يوه کارکوونکي مظفرالدين سره وکتل
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت د دغې ادارې د ۲ نمبر لیلیې یو کارکوونکي مظفرالدین چې د ګازو ډبې د چاودنې له امله ټپي شوی و، وکتل.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې د نوموړي کارکوونکي د درملنې لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي.
ښاغلي مولوي شهامت له مظفرالدين سره د نغدي مرستې په ترڅ کې وويل چې د هغه د درملنې لګښت به د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له بوديجې څخه ورکړل شي.