د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست بغلان ولايت ته سفر وکړ

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۳۰ - ۹:۵۸
بغلان

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د يوه پلاوي په مشرۍ بغلان ولايت ته سفر وکړ.

د دغه سفر موخه د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ستونزو هوارول دي.

نوموړي پلاوي په بغلان ولایت کې د یو شمېر تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو وضعیت بررسي کړ او د دغو مرکزونو ستونزې یې واورېدې.

په دوام کې مولوي غلام حیدر شهامت بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د بغلان له والي مولوي عبدالرحمن حقاني او د یاد ولایت د علماوو شورا له رئیس شیخ کمال الدین سره وکتل.

ښاغلي شهامت د بغلان له والي سره په کتنه کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې موخو او برنامو په اړه توضیحات ورکړل او ويې ويل چې دغې ادارې داسې طرحه جوړ کړى چې پر بنسټ به يې مجاهدینو ته د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عصري علومو زده کړو زمینه برابره شي.

ښاغلي مولوي شهامت دغه راز زياته کړه، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د نوښت مرکز د نوښتګرو کسانو د ملاتړ په موخه جوړ کړى او تر اوسه په دې مرکز کې لسګونه پروژې ثبت شوې دي.

نوموړي د هغه سپورتي موټر چې قطر نندارتون ته یې لاره پیدا کړې په اشارې سره زياته کړه، چې دغه موټر د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د نوښت په مرکز کې ډيزاين او جوړ شوى دى.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست زياته کړه، چې دغه اداره د کار بازار لپاره د ماهر او مسلکي ځواک د روزلو له لارې د هېواد په اقتصادي وده او پر ځان بسياينې کې مهم رول لوبوي.

له بل پلوه د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني او د دغه ولایت د علماوو شورا رئیس شیخ کمال الدین د مجاهدینو د روزنیزې طرحې هرکلی وکړ او د تطبیق په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي دغه سفر له بغلان ولايت څخه پيل شوى او ټاکل شوې ده چې نورو ولايتونو ته هم سفر وکړي.

تر دې مخکې هم د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس د يوه پلاوي په مشرۍ د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ستونزو د هواري په موخه يو شمېر ولايتونو ته سفرونه کړي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۴۵
Background image

د ودانۍ د پلان جوړولو په اړه زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز د تخنیکي او مسلکي لیسې ساختماني څانګې زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د یوې ودانۍ لپاره پلان جوړول په عملي توګه زده کړل. د لغمان ولایت مرکز د تخنیکي او مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ لخوا د منرالي خښتو جوړول

د لغمان ولایت قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکي د اړوندې څانګې د استاد په همکارۍ او مشوره د منرالي خښتو جوړول زده کړل. لارښود استاد په دې درسي جلسه کې نوموړو ته د منرالي خښتو د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۹:۳۴
Background image

د جنوب‌‌ختیځ زون د تخنیکي زده‌کړو ریاست او د غزني ولایت د صنعت او تجارت ریاست ناسته

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د جنوب‌‌ختیځ زون په ریاست کې مسؤلینو د غزني ولایت د صنعت او تجارت له رئیس سره په یوه ناسته کې لیدنه او خبرې اترې وکړې. په دې ناسته کې دواړو لورو د دواړو. . .

BACK TO NEWS