د تخار ولایت په فرخار کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ کې د نیالګیو کینولو کمپاین پیل شو

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۸ - ۱۰:۱۰

د تخار ولایت په فرخار د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ کې د یاد ښوونیز مرکز د کارمندانو په همکارۍ د نیالګیو کینولو کمپاین پیل شو.

ټاکل شوې ده چې دا پروسه به د راتلونکي کال تر وري «حمل» میاشتې پورې دوام وکړي، او د یاد ښوونیز مرکز انګړ به د مثمر او غیرمثمره نیالګیو په کینولو سره سينګار شي.

د یوه نیالګي کینول، کولی شي د ککړتیا په له منځه وړلو او محو کولو کې اغیزمن رول ولوبوي، او سربیره پردې، دغه عمل ښکلا او سمسورتیا مینځ ته راوړي.

دا په داسې حال کې ده چې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو زده کونکو او محصلینو ته غوره اکاډمیک او زده کړییز چاپیریال چمتو کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۲۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د ننګرهار ولایت د تخنیکي زده‌کړو له مرکزونو لیدنه وکړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، په یاد ولایت کې د یو شمیر تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو وضعیت له نږدې ولیده او وڅیړه. دغه پلاوي د تخنیکي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۹
Background image

د مالي او اداري چارو مرستیال له لوري د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څارنه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال محترم مفتي فضل الرحمن فاضل، د یادې ادارې د یوه پلاوي په ملتیا ختیځو ولایتونو ته سفر کړی دی. نوموړي د مشرقي ولایتونو د تخنیکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۳:۲۳
Background image

د جوزجان ولایت له والي سره د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال لیدنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي غلام سعید احساس، ولایتونو ته د خپل سفر په دوام کې د جوزجان ولایت له والي مولوي ګل حیدر شفق سره ولیدل. په دې. . .

BACK TO NEWS