د بلخ د نفت او ګازو په انسټیټوټ کې د محصلینو حرفوي زده کړې

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۹ - ۱۰:۳۷
‌Balkh

د بلخ ولایت د نفت او ګازو انسټیټوټ محصلینو ته د حرفوي زده کړو په ترڅ کې په عملي ډول د برښنا د کنټرول څرنګوالی زده کړ.

په دغې تدریسي غونډه کې لارښود استاد د برښنایې وسایلو کنټرول په عملي ډول تشریح کړل.

حرفوي زده کړې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې یو له مهمو ښوونیزو څانګو څخه دی او د دغه څانګو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار په بازار جذبیږی.

 د تخنيکي او مسلکي زده کړو په اداره کې د خياطۍ، برښنا، سولر سيسټم، موبايل انجينري او داسې نور شامل دي، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په ډېرو مرکزونو کې زده کوونکو او محصلینو ته زده کړې ورکول کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS