د برښنا په اړه د لغمان ولایت د مرکز اړوند کثیرالرشتوي انسټيټوټ د محصلینو د عملی زده کړو بهیر

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۱۹
TVETA

د لغمان ولایت د مرکز اړوند کثیرالرشتوي انسټيټوټ د برښنا څانګې محصلینو ته د برښنا په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد د درس په ترڅ کې محصلینو ته د بریښنا او سویچ (برقی مبدل) په اړه مفصل توضیحات ورکړل او د نوموړو پوښتنو ته یې ځوابونه هم وویل.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ډیری زده کړې عملي دي، څرنګه چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقيم ډول د کار بازار ته جزبېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په نړۍ کې د ټکنالوژۍ په پرمختګ سره د برېښنا ارزښت ورځ تر بلې په ډېرېدو دی او اوس مهال ټول پرمختللي هېوادونه خپل ډېری چارې له برېښنا د کار اخیستلو په واسطه ترسره کوي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو بهير لا پياوړی کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

په اسلامي سیاسي نظام کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ځای او رول

د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ رئیس مفتي نورالله عزام د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په یوه اصلاحي ناسته کې د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې د مسلکي زده‌کړو پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

BACK TO NEWS