د برقي موتورونو په اړه د لغمان مرکز اړوند کثیرالرشتوي انسټیټوټ د محصلینو د عملي زده کړو بهیر

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۱۱:۳۷
TVETA

د لغمان ولایت د مرکز اړوند کثیرالرشتوي انسټیټوټ د بریښنا څانګې محصلینو ته د برقي موتورونو په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد د درس په ترڅ کې،نوموړو ته د برقي موتورونو، د کالیو مینځلو ماشین د برقي اجزاوو او د هغوی د دندو په اړه مفصل توضیحات ورکړل.

د دې درسي جلسې په دوام کې،د محصلینو پوښتنو او سوالونو ته هم ځوابونه وویل شول.

عملي زده کړې له محصلینو سره مرسته کوي ترڅو نوموړي له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار کې جذب شي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ لا پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۴۵
Background image

د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې کې د شین چای د کرکېلې بریالۍ تجربه ترسره شوه

د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسئولین وایي چې د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې په انګړ کې د شین چای آزمایښتي کرکېله ترسره شوه. د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۳۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس د آغاخان بنسټ له پلاوي سره ولیدل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د آغاخان بنسټ له پلاوي سره وکتل او خبرې یې وکړې. په دې ناسته کې د آغاخان بنسټ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

BACK TO NEWS