د افغان پوسټ له مسؤلینو سره د تعلیمي او تحصیلي چارو د عمومي رئیس خبرې اترې
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعلیمي چارو عمومي رئیس محترم مولوي مبشر آغا د افغان پوسټ دولتي شرکت له مسؤلینو سره وکتل.
په دې ناسته کې د افغان پوست شرکت له لارې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند اسنادو د پړاونو په ګډون د ګډو همکاریو پر لارو چارو خبرې وشوې.
همدارنګه په دې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې کاري طرزالعملونه ترتیب او د چارو د پرمخ بېولو لپاره د دواړو بنسټونو ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شي.