د افغانستان د روباټیک ټیم له رئیس سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي خبرې او اترې

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۹:۵۸
گفت‌وگوی هیأت اداره

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې يوه پلاوي، د مولوي نيک محمد نېکمل له ډونرانو سره د همغږۍ آمر او مفتي نورمحمد اعتمادي د تخنيکي او مسلکي چارو معاونیت سلاکار په غړیتوب د افغان روباټیک ټيم له مشر سره وکتل.

په دې کتنه کې د روباټیک ټیم مشر عتیق الرحمن خوشحال د یاد ټیم د کړنو او نوښتونو په اړه خبرې وکړې.

هغه وویل، د افغانستان د روباټیک ټیم د بې پیلوټه الوتکې، مصنوعي لاس، د میوو وچولو ماشین او د برقي موټرو په جوړولو کار کوي.

ښاغلي خوشحال د افغانستان د روباټیک ټیم د طرحو د پرمختګ په برخه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د روباټیک ټیم څخه وغوښتل چې خپل وړاندیزونه د دې ادارې مشرتابه ته وسپاري.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د نوښتګرو ځوانانو د ملاتړ په موخه د نوښت مرکز جوړ کړی دي. چې په دې مرکز کې په دې وروستیو کې یو موټر جوړ شوی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS