د ارشاد او دعوت ریاست د نیما د ادارې او مدیریت په انسټيټوټ کې اصلاحي غونډه جوړه کړه.
په یادې ِونډه کې د ارشاد او دعوت رئیس ښاغلي نجم الدین حقاني د اسلام په دین کې د علم د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې الله تعالی په قرآن عظیم الشان کې د علم پر ارزښت او زده کړې ډیر ټینګار کړی دی.
نوموړي دغه راز د ديني او معاصرو علومو زده کړه د هېواد د پرمختګ لپاره ارزښتناکه وبلله او د دغه انسټيټوټ محصلين يې وهڅول تر څو د ديني او عصري علومو زده کړې وکړي.
په همدې حال کې ښاغلي نجم الدین حقاني په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو کارکوونکي او محصلین باید د وطنپرستۍ او اسلامي عقیدې په روحیه وروزل شي.
نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې محصلین او کارکوونکي مکلف دي، چې د اسلامي شریعت سره سم خپل سیرت او صورت جوړ کړي.