د ادارې او مدیریت د روزنیز پروګرام د لومړي سمستر د ازموینې لړۍ دوام لري
د ولایتونو د تخنیکي آمریتونو مسؤلین د ادارې او مدیریت د روزنیز پروګرام چې د مجاهدینو لپاره په لاره اچول شوی و د لومړي سمستر د ازموینې د دوام خبر ورکوي.
د لومړي سمستر د ازموینو له بشپړولو وروسته، نوموړي مجاهدین به په دویم سمستر کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې شامل شي ترڅو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
د یادولو وړ ده چې مجاهدين د هغې طرحې پر بنسټ چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له خوا چمتو او د ریاست الوزرا دمقام د دفتر له خوا منظور شوې؛ مجاهدین په ټول هیواد کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې شامل شوي ترڅو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.