دمالي او اداري چارو مرستیال له لوري د غوربند، سیاګرد کثیرالرشتوي انستیتوت وڅېړل شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۰ - ۱۱:۱۸
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو پلاوی د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي مفتي فضل الرحمن فاضل په ریاست د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د لیدلو په اوږدو کې د سیاګرد غوربند کثیرالرشتوي انستیتوت وضعیت وڅېړه.

دغه پلاوي د زده کړې مرکز ټول اسناد وڅېړل، د مالي او اداري چارو مرستیال د چارو د سمون به موخه مسؤلینو ته اړینې لارښوونې وکړې.

همدارنګه د مالی او اداري چارو مرستیال په دغه مرکز کې د ارشاد او دعوت د فعالیتونو ستاینه وکړه.

دغه پلاوي مخکې هم د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له نورو مرکزونو څخه لیدنه کړې ده، په پلان کې ده چې دغه پلاوی د نورو مرکزونو د څېړلو لپاره نورو ولایتونو ته لکه کاپیسا او ننګرهار ته سفر وکړي.

د دغه سفر موخه، د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ستونزو او مشکلاتو ته د حل لارې پیدا کول ګڼل شوې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

BACK TO NEWS