په خوست ولایت کې د برښنا څانګې له لنډمهاله حرفوي پروګرام څخه د ۶۰ تنه محبوسینو فراغت

د برښنا څانګې لنډمهاله حرفوي روزنیز پروګرام، چې څه موده وړاندې د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لخوا د یاد ولایت په محبس کې پیل شوی و، پای ته ورسید.
په دې لنډمهاله پروګرام کې، محبوسینو د شپږو میاشتو په ترڅ کې د برښنا حرفې په برخه کې په مسلکي ډول روزنه ترلاسه کړه او پر تخنیکي او مسلکي زده کړو سمبال شول.
د دې روزنیز پروګرام د اختتامیې په مراسمو کې، د خوست ولایت د محبس مسؤلینو د محبوسینو لپاره د تخنیکي زده کړو د زمینې برابرولو په برخه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې څخه قدرداني وکړه.
په ورته وخت کې، محبوسینو هم د دې روزنیز پروګرام له ترسره کېدو څخه خوښي څرګنده کړه، او زیاته یې کړه چې دغه پروګرامونه په ټولنه کې د نوموړو د بیا ادغام کېدو او د هغوی راتلونکي ته د مثبت بدلون لاره هواروي.
د یادونې وړ ده چې د پروګرام په پای کې، هغو محبوسینو ته چې له دې لنډمهاله حرفوي پروګرام څخه فارغ شوي وو، ستاینه لیکونه هم ورکړل شول.