د ولایتي آمرینو د ظرفیتونو د لوړاوي روزنیز ورکشاپ پای ته ورسید

media_admin
خميس, نوفمبر 10 2022 12:23 مساء
سیمینار

د ولايتونو د تخنيکي آمرینو د ظرفيت لوړولو روزنیز سيمينار د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د رئيس مولوی غلام میدر شهامت او د یادې ادارې مرستيالانو په حضور کې پای ته ورسېده.

 دغه ښوونیز ورکشاپ د څلورو ورځو لپاره په کابل کې جوړ شوي وو چې ولایتي تخنیکي او مسلکي آمرینو، تدریسي مدیرانو او د څارنې غړو په کې ګډون کړی وو.

د دغه ورکشاپ د پای په مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د دفتر رئیس استاد مطیع الله هدایت د ګډونوالو له فعال ګډون څخه مننه وکړه.

رئیس دفتر

په دې ناسته کې د نيمروز ولايت تخنيکي او مسلکي آمر عبدالهادي بيدار د ولايتونو د تخنيکي او مسلکي آمرینو په استازيتوب خبرې وکړې او د ټولو ولايتونو د ستونزو د حل غوښتنه يې وکړه.

نوموړي د رسمي استادانو کمښت، د زده کړیالانو کمښت، په تخنيکي او مسلکي آمریتونو کې د نقلیه وسایطو نشتوالى او ولايتي آمریتونو ریاست ته ارتقاء کول له عمده ستونزو څخه يادې کړي.

همدارنګه ښاغلي بیدار د ولایتي کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو لپاره د دا ډول پروګرامونو ترسره کول خورا مهم وبلل او د دوام غوښتنه یې وکړه.

عبدالهادی بیدار

 په یادو مراسمو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت له ولایتي آمرینو څخه وغوښتل، چې خپلې دندې په پوره ايماندارۍ او ولس ته د خدمت کولو په نيت ترسره کړي.

 د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست هم ژمنه وکړه، چې د ولايتونو ټولو ستونزو ته په کلکه توګه پاملرنه کوي.

 ښاغلي شهامت د کیفیت د ښه والي او د ولایتي چارو په برخه کې د ولایتونو تخنیکي آمرینو ته لازمې سپارښتنې وکړي.

شهامت

او همدارنګه د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس د ولايتي تخنيکي او مسلکي آمرینو او د څارنې مدیرانو مسووليت ډېر مهم وباله او هغوى ته يې لارښوونه وکړه، چې په تخنيکي آمریتونو کې د هر ډول فساد مخه ونيسي.

نوموړي همداراز وویل: د ولایتونو د کرنې برخې دې خپلې تجربې او زده کړې له کروندګرو سره شریکې کړي.

احساس

 په یادو مراسمو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري چارو مرستيال مفتي فضل الرحمن فاضل د ولايتونو له تخنيکي آمرینو وغوښتل چې د بودجې په لګولو کې د شفافيت لپاره هلې ځلې وکړي.

مفتی صاحب

د دغه پروګرام په پای کې د ظرفیت لوړاوي سیمینار ګډونوالو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

ولایتی آمرین

 

Latest news

ثلاثاء, سبتمبر 17 2024 11:08 صباحا
Background image

تعزيز التنسيق بين رؤساء إدارة التعليم الفني و المهني

عقد نائب للشؤون الفنية و المهنية بإدارة التعليم الفني و المهني اجتماعا برئاسة المولوي غلام سعيد احساس. و يهدف عقد هذا الاجتماع إلى تعزيز التنسيق بين رؤساء إدارة التعليم الفني و المهني.. . .

اثنين, سبتمبر 16 2024 12:22 مساء
Background image

حوار بين المولوي غلام حيدر الشهامت ووفد من رئاسة الوزراء

التقى المولوي غلام حيدر شهامت، قائم بأعمال الإدارة التعليم الفني و المهني، مع الشيخ سيد أحمد مستقيم، نائب المدير العام لمكتب رئيس الوزراء، في مكتبه. و في هذا اللقاء حضر وكيل وزارة. . .

ثلاثاء, أبريل 23 2024 1:25 مساء
Background image

تقوم شركة صينية بإنشاء مراكز للتعليم الفني في أفغانستان

التقى فضلةالشيخ المولوي غلام حيدر شهامت القائم بأعمال إدارة التعليم الفني و المهني في مكتبه و تحدث مع وفد من شركة "ينغكي" الصينية. و قد جاء هذا الوفد إلى أفغانستان نيابة عن شركة "ينغكي". . .

BACK TO NEWS