د ودانیزو کارونو پر مهال د زدهکوونکو عملي زدهکړه
د لغمان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زدهکوونکو د یو جومات ودانولو څرنګوالي په اړه عملي زدهکړه ترلاسه کړه.
یادو زدهکوونکو د اړوندې څانګې استاد په لارښوونه د جومات ودانۍ بېلابېلې برخې له نږدې ولیدې او د جوړولو تخنیکي جزئیاتو سره بلد شول. لارښود استاد هغوی ته د منار، اودسځای او ګنبد د جوړښت او ساختماني پړاوونو په اړه لازم معلومات وړاندې کړل.
زدهکوونکي د ودانیو د جوړولو پر مهال له عملي زدهکړو ډېر خوښ دي او د دغو عملي روزنو د لا پیاوړتیا او پراختیا غوښتنه کوي.
لکه څنګه چې عملي زدهکړې زدهکوونکي د کار بازار ته د داخلېدو لپاره ښه چمتو کوي، د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې مشرتابه هم د دې زدهکړو پر پیاوړتیا ټینګار کوي.
