د جلریز کثیرالرشتوي د انسټيټوټ زده کوونکو له لوري د عملي روزنو د زدکړې لړۍ
د میدان وردګو ولایت د جلریز کثیرالرشتوي انسټيټوټ دولسم ټولګي زده کوونکو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د عملي زده کړو په چوکاټ کې د شاتو مچیو په اړه په عملي ډول روزنه ترلاسه کړه.
لارښود استاد د درس په ترڅ کې زده کوونکو ته د شاتو مچیو د ډولونو، محصولاتو او د مچیو د امراضو په اړه هر اړخیز توضیحات هم وړاندې کړل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ډیری زده کړې عملي دي. تر څو د یادو مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.
له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.