د کندهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت او سبا پوهنتون ترمنځ تفاهم لیک لاسلیک شو
د کندهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت په یاد ولایت کې له سبا پوهنتون سره د ګډو همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ.
د دواړو ښوونیزو بنسټونو ترمنځ د دغه تفاهم لیک د لاسلیک کولو موخه د همکاریو او همغږۍ پراختیا او همدارنګه د بې بضاعته کسانو لپاره د لوړو زده کړو د فرصتونو برابرول ویل شوي دي.
د یاد تفاهم لیک پر بنسټ به د دواړو ښوونیزو بنسټونو محصلینو ته د عملي زده کړو،علمي سیرونو او سفرونو او همدارنګه ګډو ورکشاپونو د جوړولو زمینه برابره شي.
دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي ترڅو د خصوصي او حکومتي بنسټونو سره د تفاهم لیکونو په لاسلیک کولو سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو زده کونکو لپاره مناسب او غوره تدریسي چاپیریال چمتو کړي.