د خُلم کثیرالرشتوي لیسې د استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار ترسره شو
د سمنګان ولایت خُلم کثیرالرشتوي لیسې د استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار ترسره شو.
په دې پروګرام کې د یاد ښوونیز مرکز یوشمیر استادانو ګډون درلود چې په ترڅ کې یې نوموړو ته د تدریس د اصولو په اړه روزنه ورکړل شوه.
د سمنګان ولایت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمریت د مسوولينو په وينا، د دغه ښوونيز سيمينار له جوړېدو څخه يې موخه د یاد مرکز استادانو د ظرفيتونو لوړول دي.