د څمکنيو په کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې د درملو پېژندلو اپلیکیشن جوړ شوی
              د پکتیا ولایت د څمکنيو کثیرالرشتوي انسټیټوټ محصل ښاغلي سید سمیع الله د "درملو پېژندلو اپلیکیشن" جوړ کړی.
هغه د ادارې او مدیریت د څانګې زده کړیال دی او د خپل استاد په لارښونه یې دغه اپلیکیشن جوړ کړی دی.
په دغه اپلیکیشن کې، د بېلابېلو ناروغیو لپاره د درملو کارولو سره آشنا کول تشریح شوي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه تل په هیواد کې د نوښتګرو او اختراع کوونکو پر ملاتړ ټینګار کوي.
