په مرکز او ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د انسټیټونو او مسلکي لېسو د استادانو د خالي بستونو اعلان
Publish Date
Closing Date
د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د چارو د ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې په همکارۍ، کار اهل کار ته د سپارلو او یوې سالمې او مسلکي ادارې د جوړولو لپاره، د تېرو اعلانونو پر دوام، دا دی د مرکز او ولایتونو په کچه د خپلو روزنیزو مرکزونو د استادانو خالي (۱۹۸) بستونه بیا اعلانوي.
په شرایطو برابر کاندیدان کولای شي چې د غوښتنې فورمې د ۱۴۰۲/سنبلې/ ۲۵ تر ۱۴۰۲/ تلې/۳ نېټې پورې د هارډ کاپي په توګه په اړوندو ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له امریتونو ترلاسه او په کره توګه له ډکولو وروسته یې بېرته وسپاري.
کاندیدان کولای شي د غوښتنې فورمې په حضوري ډول په دارالامان کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له مرکزي دفتر نه هم ترلاسه کړي.
په شرایطو برابر کاندیدان کولای شي د غوښتنې فورمې له لاندې لېنک
نه ترلاسه او له ډکولو وروسته یې د PDF په بڼه چې حجم یې له 5MB زیات نه وي؛ د برېښنا لیک په دغه پته recruitment.arcsa@aop.gov.af را واستوي.
هغه کاندیدان چې د تحصیلي دورې نمرې یې له ۷۰ سلنې کمې دي، په شرایطو برابر نه دي.
کاندیدان کولای شي هممهاله په جلا توګه د «۳» بستونو لپاره غوښتنلیک وړاندې کړي.
د غیر ضروري اسنادو (کاري تجربې، ستاینلیک، تحسین نامې، تصدیق نامې او نورو سرټیفیکېټونو) او پرلپسې برېښنالیکونو له رالېږلو ډه ډه وکړي.
یاد دښت: د لوړو زده کړو وزارت له خوا د تایید شوو تحصیلي اسنادو، تایید شوو نمرو ترانسکریپت کاپي او د تذکرې کاپي حتمي ده.
د اړیکو شمېرې: ۰۲۰۲۱۴۳۰۵۹/۰۲۰۲۱۴۳۰۵۸
د اعلان شوو بستونو د جدول لېنک:
https://drive.google.com/file/d/1fV1mzfpS8v4VCyx39imPglFbVTr-WkyO/view?usp=sharing
د غوښتنې فورمې لېنک:
https://drive.google.com/file/d/1NeeaNlfCxF848WRcQNAqVrcGz7-e51oG/view?usp=sharing
د دندو د لایحې لېنک:
https://drive.google.com/file/d/1AsfjkXogUjvPBw_LEw_UE7cs1xF75Msc/view?usp=sharing