د خوست ولایت تخنیکي انسټيټوټ د محصلینو لپاره ښوونیز سیمینار ترسره شو
په خوست ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسولین وایي چې د یاد ولایت تخنیکي انسټيټوټ د محصلینو لپاره یې یو شمیر ښوونیز سیمینارونه په لاره اچولي دي.
د مسؤلینو په وینا، دا سیمینارونه د ځوانانو د اقتصادي ودې او نوموړو ته د آنلاین کاري فرصتونو د برابرولو په موخه جوړ شوي دي.
د دې ښوونیز پروګرامونو ګډونوالو هم د دې سیمینارونو د ترسره کیدو څخه قدرداني وکړه او زیاته یې کړه چې نن ورځ، نړیوال په خپلو کاري چارو کې د اسانتیا لپاره د مخکښې تکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا څخه کار اخلي.