د کابل میخانیکي انسټیټوټ د موټرو ترمیم ورکشاپ څارنه ترسره شوه
د کابل ميخانيکي انسټیټوټ امر انجنير عبدالرحيم حقيار د ياد انسټیټوټ عملي کارونو ورکشاپ وضعیت وڅيړه او د زده کړیالانو له عملي زده کړو څخه یې څارنه وکړ.
زده کړیالانو خپل نظرونه، ستونزې او وړاندیزونه د کابل میخانیکي انسټیټوټ له امر سره شریک کړل.
ښاغلي حقیار ژمنه وکړه، چې ستونزو ته به یې پاملرنه کوي.
د کابل ميخانيکي انسټیټوټ زده کړیالان وهڅول چې تخنيکي او مسلکي پوهه او مهارتونه ترلاسه کړي.