په هلمند او ننګرهار ولایتونو کی په تخنیکی او مسلکی زده کړو کی د شمولیت آزموینه

په ننګرهار کې دوه سوه تنو د دغه ولايت ميخانيکي انسټیټوټ کې د جذب په موخه ازموينه کې برخه اخيستې ده.
دغه راز په هلمند ولايت کې هم نوي (90) تنو چې له عمومی زده کړو ښوونځيو څخه فارغ شوي وو د دغه ولايت د کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې د جذب په موخه ازموينه ورکړه.
د ننګرهار او هلمند ولايتونو تخنيکي او مسلکي زده کړو امرین وايي، چې په دغو دوو ولايتونو کې جدیدالشمولانو د جذب ازموينه په شفاف ډول ترسره شوه.
په ګرمو او سړو سیمو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د ۱۳ ټولګیو د زده کوونکو د جذب بهیر پیل شوی او دوام لري.