د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې اصلاحي ناسته تر سره شوه
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست له لوري یوه اصلاحي او ښوونیزه ناسته د دې ادارې د یو شمېر مسؤولینو او کارکوونکو په ګډون ترسره شوه.
په دې ناسته کې محترم مفتي امرالله دروېش د مهمو دیني، اخلاقي او تربیوي موضوعاتو په اړه خبرې وکړې. نوموړي د دنیا د حقیقت او ناپایدارتیا په بیانولو سره د محشر د ورځې لپاره د چمتووالي پر اهمیت او د خپلو اعمالو په وړاندې د انسان پر مسؤولیتونو خبرې وکړې.
نوموړي همدارنګه د عباداتو، تقوا او پرهېزګارۍ پر اهمیت، د ګناهونو او د دوزخ پر پایلو او همدارنګه په فردي او ټولنیز ژوند کې د ښو اخلاقو پر رول خبرې وکړې. هغه د نفس پر اصلاح، د اسلامي احکامو پر رعایت او د دیني روحیې پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
مفتي امرالله دروېش د خپلو خبرو په بله برخه کې د رسول اکرم ﷺ د اخلاقو او سیرت او د هغه د یارانو د ژوند ځینې برخې بیان کړې او پر اسلامي لارښوونو د پیروۍ او د رسول الله ﷺ له سیرت څخه د الګو اخیستنې ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده چې د دعوت او ارشاد ریاست له لوري دغه ډول اصلاحي او ښوونیزې ناستې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو ترمنځ د دیني پوهاوي د کچې لوړولو، د اخلاقي اصلاح او د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا په موخه ترسره کېږي.
