د فراه ولایت لسګونه زدهکوونکي له بېلابېلو روزنیزو پروګرامونو فارغ شول
د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ د زراعت انسټیټیوټ څخه د څه باندې ۸۰ زدهکوونکو فراغت مراسم د یو شمېر سیمهییزو مسؤلینو په حضور کې ترسره شول.
یاد زدهکوونکي د بالابلوک ولسوالۍ د زراعت انسټیټیوټ او همدارنګه حرفوي زدهکړو له بېلابېلو څانګو فارغ شول.
مسؤلینو وویل چې دغه کسان د یاد انسټیټیوټ د لومړۍ دورې فارغان دي. د هغوی په وینا، اوس مهال شاوخوا ۸۰ نور زدهکوونکي د دې انسټیټیوټ په ۱۰، ۱۱ او ۱۳ ټولګیو کې پر زدهکړو بوخت دي.
فارغو زدهکوونکو نور ځوانان د تخنیکي او مسلکي زدهکړو د ترلاسه کولو هڅونې ترڅنګ، له مسؤلینو وغوښتل چې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو په مرکزونو کې د عملي زدهکړو لا پیاوړتیا لپاره زیاتې هڅې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې مشرتابه تل د یادو مرکزونو د تعلیمي چاپېریال او زدهکړیزو امکاناتو پر ښهوالي ټینګار کړی دی.
