نږدې زر تنه مجاهدین د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې له ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام څخه فارغ شول
په ننگرهار ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې له ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام څخه له ۷۰۰ زیاتو مجاهدینو د فراغت مراسم ترسره شول.
په یادو مراسمو کې د ننگرهار ولایت یو شمېر سیمهییزو مسئولینو په شمول د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت هم ګډون درلود او مجاهدینو ته یې وینا وکړه.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې رئیس د وینا پر مهال وویل چې:
«مجاهدینو ته د دوامدارو زده کړو زمینې برابرول د نوموړي یو له ارمانونو څخه وو، او دغه ارمان ته د رسېدو له کبله ډېر خوښ دی».
نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان.ا.ا عالي مقام له لوري مجاهدینو ته د دغه زده کړو د پلي کېدو طرحې پراخ هرکلی شوی.
نورو ویناوالو هم د الحاج مولوي غلام حیدر شهامت دغه هڅې وستایلې او د مجاهدینو لپاره د داسې برنامو برابرولو په خاطر له نوموړي مننه وکړه.
په همدې حال کې د یاد پروګرام فارغان وایي چې دوی اوس مهال د اداري چارو پرمخ بیولو پوره وړتیا ترلاسه کړې.
دا په داسې حال کې ترسره کېږي چې د هېواد یو شمېر نور ولایتونه هم د مجاهدینو د ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام څخه د فراغت شاهدان دي.
