د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا د پنځه لنډ مهاله حرفوي څانګو ښوونیز نصاب تدوین شو
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د ښوونیز نصاب ریاست د «کابل عزیز» ښوونیز مرکز سره په همکارۍ، د ۵ لند مهاله حرفوي څانګو ښوونیز نصاب تدوین کړ.
په یادو څانګو کې روبوټیک او آرډوینو، د امنيتي کامرو نصب او عیارول، د ټرانسفارمر او موتور سيم پېچي، د کمپیوټر ترمیم او د یخچال او ایرکنډیشن ترمیم څانګې شاملې دي.
په ښوونیز نصاب ریاست کې مسؤلین وایي چې یادې ښوونیزې څانګې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د متخصصینو په همکارۍ تدوین شوي او ډیر ژر به د دې ادارې په ښونیزو مرکزونو کې پلې شي.
د نوموړو په وینا دا اقدام د عملي مهارتونو د پياوړتيا او د کار بازار د اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترسره شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ښوونیز نصاب ریاست د ۱۲ لنډ مهاله حرفوي څانګو نصاب تدوین کړی و.
