د تخنیکي او مسلکي زده کړو په ښوونیزو مرکزونو کې د عملي روزنو د زده کړو دوام
د غور ولایت تخنیکي انسټیټوټ د ساختماني څانګې محصلینو، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د عملي زده کړو په چوکات کې په یاد ولایت کې فیروز کوه ښار ته د سفر په ترڅ کې د ساختماني چارو په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.
نوموړو ته په دې درسي جلسه کې د چوکاټ قالب بندۍ لپاره د اړتیا وړ موادو لکه ګژدمک او د هغې د دندې په اړه په عملي او نظري شکل روزنه ورکړل شوه.
دغه راز د روزنې په جریان کې، محصلینو په عملي توګه د استاد لارښوونې تعقیب کړې او خپلې پوښتنې یې شریکې کړې.
عملي زده کړې د مفاهیمو د ښه پوهیدو لپاره د زمینې رامینځته کولو سربیره، دغه زده کړې د زده کونکو هڅونه او د مختلفو علومو د زده کړې په برخه کې د نوموړو د لیوالتیا زیاتولو کې هم مرسته کوي.
له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو بړۍ نوره هم پیاوړې کړي.
