د «خواجه غار» کثیرالرشتوي لیسې زده کوونکو د علمي سفر په ترڅ کې د دشت ارچي د اوبو له کانال څخه لیدنه وکړه
د تخار ولایت «خواجه غار» کثیرالرشتوي لیسې زده کوونکو د کندز ولایت اړوند دشت ارچي ولسوالۍ د اوبو کانال ته د یو علمي سفر په ترڅ کې د اوبو کانالونو د تأسیساتو او دندو په اړه روزنه ترلاسه کړه.
د دې علمي سفر په جریان کې، لارښود استاد زده کوونکو ته د اوبو د کنټرول، شيپ شکن (د کانال د اوبو سرعت کمولو وسیله) او د بریښنا تولید د څرنګوالي په اړه مفصل توضیحات وړاندې کړل.
علمي سفرونه د نظري زده کړو او د کاري چاپیریال د واقعیتونو نښلولو له خورا اغیزمنو لارو څخه ګنل کېږي. په ښوونیزو چاپیریالونو، په ځانګړي توګه د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کې، عملي زده کړې د محصلینو د مهارتونو په لوړولو او د کار بازار لپاره د هغوی په چمتو کولو کې کلیدي رول لوبوي.
له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.