د کوهبند کرنې مسلکي انسټیټوټ زده کونکو لخوا د تیزابونو او القلي پیژندنه
د کاپیسا ولایت د کوهبند کرنې مسلکي انسټیټوټ د یوولسم ټولګي زده کونکو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د عملي زدهکړو په چوکاټ کې د تیزابونو او القلي د پیژندنې په اړه روزنه ترلاسه کړه.
نوموړو ته په دې درسي جلسه کې، د تیزابونو او القلي پیژندلو میتودونو په کارولو سره د تیزاب او القلی د pH په برخه کې په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد د درس په ترڅ کې، زده کونکو ته د القلي او تیزابونو د ځانګړتیاو په اړه مفصل توضیحات ورکړل او د هغوی پوښتنو ته یې هم ځوابونه ورکړل.
د عملي روزنو زده کړه د زده کونکو وړتیاوو او د نظري مفاهیمو د کاربردي درک کولو په پراختیا کې یو اغیزمن ګام بلل کېږي، او هغوی ته فرصت ورکوي تر څو د کار بازار ته د ننوتلو لپاره په سمه توګه چمتو شي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په خپلو ښوونیزو مرکزونو کې د مهارتمحوره زده کړو پلي کولو ته ژمنه ده او د ورته پروګرامونو په ترسره کولو سره، هڅه کوي چې زده کونکي د کار بازار له اصلي اړتیاوو سره آشنا کړي او نوموړي د ماهر او متخصص کاري ځواک په توګه وپیژني.