د میدان وردګو ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت او پوهنتون ریاست ترمنځ تفاهم لیک لاسلیک شو

د میدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسؤلینو د یاد ولایت د پوهنتون ریاست سره د ګډو همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ.
دغه تفاهم لیک د دواړو ښوونیزو بنسټونو ترمنځ د علمي او څیړنیزو زده کړو د پراختیا او ودې په موخه لاسلیک شو.
دغه راز په یاد تفاهم لیک کې راغلي چې دواړه بنسټونه مکلفیت لري ترڅو د کارمندانو او استادانو لپاره د ظرفیت لوړولو ګډ پروګرامونه په لاره واچوي.
له بلې خوا، د دې تفاهم لیک په لاسلیک کولو سره، به د دواړو ښوونیزو ادارو محصلینو ته د عملي روزنو، علمي سفرونو او ګډو ورکشاپونو د تنظیمولو زمینه هم چمتو شي.
دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي ترڅو د خصوصي او حکومتي بنسټونو سره د تفاهم لیکونو په لاسلیک کولو سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو زده کونکو لپاره مناسب او غوره تدریسي چاپیریال چمتو کړي.