د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې کارمندانو ته د "مصنوعي هوش" سیمینار ترسره شو
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او استراتیژیکو همغږیو ریاست، د انافي موسسې په همکارۍ سره د "مصنوعي هوش" سره د بلدتیا په اړه د یادې ادارې کارمندانو لپاره یو سیمینار جوړ کړ.
په دې پروګرام کې، د ټکنالوژۍ چارو متخصص استاد محمد قاسم محسني د مصنوعي هوش «ځیرکتیا» په اړه مفصل توضیحات وړاندې کړل.
ښاغلي محسني زیاته کړه چې مصنوعي هوش «ځیرکتیا» د یو مرستیال په څیر عمل کوي. نوموړي وویل چې مصنوعي هوش«ځیرکتیا» د انسانانو پوښتنو ته ځواب ویلو په شمول ډیری نورې وړتیاوې هم لري،.
دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل په هیواد کې د عصري ټیکنالوژۍ سره د تخنیک پر همغږۍ ټینګار کوي.