د نیمروز ولایت په محبس کې د سولر سیسټم لنډ مهاله ښوونیز کورس پېل شو
د نیمروز ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لخوا د سولر سیسټم درې میاشتنی ښوونیز کورس د همدې ولایت په محبس کې پېل شو.
د سولر سیستم په پرانیست غونډه کې د نیمروز ولايت مرستيال، الحاج سيد سليمان اغا "بهير" محبس د اصلاح، پښيمانۍ او د جرم د ارتکاب ځای وباله او له بنديانو يې وغوښتل چې د دې کورس محتوا ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
همدا راز د نیمروز ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د مسولینو په وینا دغه کورس د ٣ مياشتو لپاره د ٣٣ بنديانو لپاره جوړ شوى، چې د لمريزې برېښنا د سيسټم په اړه د مسلکي استاد لخوا ورته زده کړې ورکول کېږي.
د نیمروز ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسولینو همدا راز د ياد کورس د جوړېدو موخه د بنديانو لپاره د کاري زمينې رامنځته کول ياد کړي دي.
په ورته مهال د دغه محبس بندیانو د سولر سیسټم د کورس له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مسؤولينو یې وغوښتل چې په دې برخه کې نور کورسونه هم جوړ کړي.